لندن په فارس خلیج کې د بریتانیا د بیرغ لرونکې بېړۍ نیول غندلي

د بریتانیا د بیرغ لرونکې بېړۍ یو انځور

لندن په فارس خلیج کې د بریتانیا د بیرغ لرونکې بېړۍ نیول غندلي او ویلي یې دي، دې بېړۍ د عمان په اوبو کې قانوني فعالیت کاوه چې د ایراني ځواکونو له خوا ونیول شوه.

دا وروسته له هغې ده چې د ایران سپاه پاسدارن ځواک د تېلو د دې لېږدوونکې بېړۍ د نیول کېدو ویډیويي تصویرونه خپاره کړل.

په دې تصویرونو کې د ایران چټکې ځغاستونکې کښتۍ ښکاري چې د تېلو د دې ټانکر سره خوا کې ځغلي او ورپسې مخ پټي سرتېري د کښتۍ پر غولې له هلیکوپټر ښکته کېږي.

په هرمز تنګي او ورڅېرمه اوبو کې وروستیو اقداماتو د ایران او لوېدیځ ترمنځ ترینګلتیا نوې لوړو ته پورته کړې چې ورسره د وسله وال کړکېچ وېره زیاته شوې او په نړۍ کې یې د تېلو بیې او د بېړۍ چلونې بیمې لوړې کړي دي.

د بریتانیا د دفاع وزیرې پیني مورډاونټ د شنبې په ورځ د ایران له خوا د سټینا ایمپیرو په نوم د دې تېل لېږدوونکې بېړۍ نیول "دښمنانه عمل" وباله.

بل خوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ ویلي، خپل ایراني سیال جواد ظریف سره یې په ټیليفوني خبرو کې هغه ته "شدیده ناهیلي" ښودلې ده.

رسنیو راپور ورکړی چې جواد ظریف د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، بریتانوۍ بېړۍ چې ایران ادعا کوي نړیوال قانون یې مات کړی، باید تر خوشې کېدو مخکې له قانوني پروسې تېره شي.

د بریتانیا حکومت په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د دې قضیې په اړه په لوړه کچه د بېړنۍ شورا دوه غونډې کړي.

د لومړۍ غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزیر هنټ وویل، تهران په "خطرناکه لاره" روان دی او په وړاندې یې د سنجول شوي خو سخت اقدام ګواښ وکړ.

له دوهمې غونډې وروسته هنټ وویل، بریتانیا غواړي چې ترینګلتیا راکمه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې بریتانوۍ بېړۍ نېول له نړیوال قانون سره روښانه په ټکر کې دي.