په افغانستان کې نن سبا تر بل هر وخت زیات د سولې خبرې ګرمې دي او هر ګام چې پهدې برخه کې پورته کېږي د افغانستان خلک او د دغه هېواد حکومت یې هرکلی کوي.
تازه افغان حکومت د افغان سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد د نوي ماموریت د پیل په اړه هم خوشبینې څرګنده کړې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ځانګړي استازي په خپل یو تازه ټويټ کې لیکلي چې په یاده برخه کې د ښه پرمختګونو په هدف خپل نوی ماموریت پیلوي.
In addition to briefing management while in DC, I had the opportunity to consult w/ Amb Haber of #Germany, Amb Shringla of #India & Foreign Minister Kamilov of #Uzbekistan on the #AfghanPeaceProcess. Getting ready to launch on another mission in hope of making further progress. pic.twitter.com/SyFCveB5vv
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 20, 2019
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې پهدې اړه وویل: "د زلمي خلیلزاد هڅې د سولې په تړاو د ستایلو دي او ده چې د خپل تازه ماموریت په اړه خبر ورکړی، افغان حکومت یې هرکلی کوي او هیله لرو چې دغه خبرې د بین الاافغاني خبرو او اوربند لامل شي."
په خټه افغان دغه امریکايي چارواکي تر اوسه د افغانستان د سولې په تړاو له طالب استازو سره اووه پړاوه خبرې کړي چې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د دغه هېواد له خاورې د ترهګریزو بریدونو د نه کارونې او په دې برخه کې د تضمین د ورکړې په موضوعاتو راتولې وې.
ښاغلي خلیلزاد دغه ټوېټ داسې مهال کړی چې اخوا د پاکستان صدارعظم عمران خان هم سبا امریکا ته ځي او د هغه هېواد له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ګوري.
د سپیني ماڼۍ په وینا، ټرمپ او عمران خان به د سیمې پر سوله او ثبات خبرې وکړي.
یو شمېر پاکستاني ورځپاڼو هم امریکا ته د صدراعظم عمران خان د سفر په اړه لیکلي چې د دواړو هېوادونو د چارواکو خبرې به تر ډېره د افغانستان د سولې په اړه وي.
په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا د زلمي خلیلزاد وروستي ټوېټ ته په اشارې سره وايي چې دا ځل ممکن خلیلزاد له طالبانو سره پر یو شمېر مهمو مواردو هوکړې ته ورسېږي.
ده زیاته کړه: دې ته اړتیا ده چې په افغانستان کې جوړه راشي او امریکایانو هم دا حس کړې ده چې د جګړې له لارې سوله نشي راتلی، زه خپله هیله مند یم چې امریکا دې د خبرو له لارې له افغانستانه ووځي او د طالبانو هم دا غوښتنه ده، له هغې وروسته بیا د افغانستان خلک د سولې خاوندان کېدای شي.
خو دغه خوشبینۍ په داسې حال کې دي چې د امریکا د سنا یوه غړي لنزي ګراهام د ډونالد ټرمپ پر اداره غږ کړی چې د طالبانو "نامعقولې" غوښتنې ونه مني.
We now have a small US military footprint, along with our allies, that is an insurance policy against the reemergence of al-Qaeda/ISIS types and help hold Afghanistan together.
— Lindsey Graham (@LindseyGrahamSC) July 19, 2019
سناتور ګراهام لیکلي، موږ اوس له خپلو متحدانو سره کوچنی پوځي حضور لرو چې د القاعده او داعش په څېر ډلو د بیا فعالېدو او د افغانستان د یوځای ساتلو د تظمین پالېسي ده.
د یادونې ده چې طالب استازي تر اوسه په رسمي ډول له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نه دي حاضر شوي، هغه څه چې افغان حکومت پرې ټینګار لري او معلومه نه ده چې د ښاغلي خلیلزاد په نوي ماموریت کې به په دې اړه څه شامل وي او که نه؟
راپور: خاطر پردېس