خلیل‌زاد: زه د نور پرمختګ په هیله بیا یوه بل ماموریت ته چمتو کېږم

زلمی خلیل‌زاد

په‌داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم او د امریکا جمهور رئیس سبا د جولای په ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې سره ګوري او د خبرو اساسي مسئله به یې د افغانستان وضعیت وي، د امریکا خاص استازی د یوه نوی ماموریت د پيل خبره کوي.

زلمي خلیل‌زاد په یوه ټویټ کې لیکلي: زه د نور پرمختګ په هیله، بیا یوه بل ماموریت ته تیارېږم.

هغه نور جزئیات یې نه‌دي ورکړي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست ویاند ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان ته د خلیل‌زاد د تګ په اړه معلومات نه‌لري.

د امریکا د حکومت خاص استازي تراوسه د وسله‌والو طالبانو له سیاسي استازو سره اووه واره غونډې کړي دي.

هغه د اومې غونډې په پای کې د مشورې او خبرو لپاره واشنګټن ته ولاړ.

سبا به د پاکستان صدراعظم، عمران خان د امریکا د متحدو ایالاتو له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د سپیني ماڼۍ په وینا، دواړه به د سیمې پر سوله او ثبات خبرې کوي.

د پاکستان او امریکا مشران

د افغانستان او پاکستان د سیاسي حالاتو د څارونکو له نظره د عمران خان او ډونالډ ټرمپ خبرې به تر ډېره حده د درېیم هېواد، افغانستان پر امنیت او سوله متمرکزې وي.

خو دا نه‌ده څرګنده چې په‌دې کتنو کې به خلیل‌زاد هم وي که نه؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته تأیید کړې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د هغه هېواد د پوځي استخباراتو د ادارې مشر به هم سپینې ماڼۍ ته په‌دې سفر کې له صدراعظم سره ملګری وي.

دا به لومړی وار وي چې په دومره لوړه کچه جنرالان د پاکستان یو صدراعظم سپینې ماڼۍ ته بدرګه کوي.

په واشنګټن کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو پوه ماروین وینبام د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دا څرګندوي چې د پاکستان ملکي او پوځي ادارې، تر ډېرې مودې وروسته، بلاخره په یوه لاره روانې شوي دي.

وینبام ویلي چې د افغانستان وضعیت او ترورېزم د امریکا د حکومت دوه سترې اندېښنې دي او هېڅ ستره پرېکړه په پاکستان کې د پوځ له موافقې پرته نه شي عملي کېدلای.

د پاکستان صدراعظم عمران خان مکرراً ټټر وهلی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو له پېل سره همکاري کولای شي.

د پاکستان د ډاڼ ورځپاڼې په حواله، د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د «ای.اېس.ای» مشر به د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمېټې له مشر، جنرال مارک ميلي سره هم وګوري.

جنرال مارک میلي څو ورځې وړاندې د امریکا د سنا د وسله‌والو خدماتو کمېټې ته ویلي و چې "له افغانستانه، په‌داسې خامي ، زموږ د عسکرو وتل به یوه تېروتنه وي."

په همدې حال کې د امریکا د سنا غړي، لینزي ګراهام د ډونالډ ټرمپ پر اداره غږ کړی چې د طالبانو "نامعقولې" غوښتنې دې نه مني.

لنزي ګراهام د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي:"زما هیله دا ده چې د ټرمپ اداره به د طالبانو دا نامعقوله غوښتنه چې په سیمه کې وضعیت ته له پامه پرته، په اتلس میاشتو کې له هغه ځايه ووځي، ونه مني."

لنزي ګراهام د جمهوري غوښتونکي ګوند دی.

سناتور ګراهام لیکلي، موږ اوس له خپلو متحدانو سره کوچنی پوځي حضور لرو چې د القاعده او داعش په څېر ډلو د بیا فعالېدو او د افغانستان د یوځای ساتلو د تضمین پالیسي ده.