د قزاقستان په الماتا کې په یوه ګدام کې له پرون راهېسې اور لګېدلی

د قزاقستان په الماتا ښار کې د رنګونو په یوه ګدام کې له پرون راهېسې اور لګېدلی چې الماتا د دې هېواد تر ټولو ستر ښار دی.

د قزاقستان د بېړنیو خدمتونو د ادارې چارواکي وايي، د دې اور وژنې لپاره یې دوه هیلوکوپټرې، ۶۷ کارمندان او د اطفایې ۲۷ موټر ګمارلي دي.

دا اورلګېدنه د الماتا ښار په ژیتیسو سیمه کې رامنځته شوې او د چارواکو په وینا، لا هم اور وژونکې ډلې د اور د کابو کولو هڅې کوي، څو نور ښار ته پراخه نه شي.

تر اوسه په دې اورلګېدنه کې د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شي.