ایران: امریکا د اقتصادي بندیزونو په لګولو د بې‌ګناه وګړو ژوند سخت کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وایي، متحده ایالاتو د بندیزونو په لګولو سره اقتصادي ترورېزم ته مخه کړې او له ایران سره د اټمي تړون په وتلو یې په خپله ځان خوږ کړی دی.

ظریف چې دغه څرګندونې یې پرون د چهارشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې له خپلې نمایندګۍ څخه کولې وویل، هغو یو اړخېزو بندیزونو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران لګولي، په قصدي توګه یې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي او په‎دې کار سره غواړي چې خپلو غیر مشروع سیاسي هدفونو ته ورسېږي.

ظریف چې له امریکایي بلومبرګ ټلوېزیون سره یې خبرې کولې، وویل، دا په ټرمپ پورې تړلې چې دغه بندیزونه کم کړي او له هغو فشارونه ځان شا ته کړي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون پر سر یې د بیا خبرو لپاره راوستي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: امریکا پر «اقتصادي ترهګرۍ» لاس پورې کړی

د هغه په خبره تاسو نه‌شئ کولای چې یو اس دوه ځلې وپېرئ.

متحدو ایالاتونو د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون تر وتلو وروسته پر ایران د دې هېواد له اټمي پروګرام سره په تړاو بندیزونو د بېرته لګولو اعلان وکړ.

دغه بندیزونه چې په تدریجي ډول پر تهران لګول شوي، هدف یې د ایران د تیلو د صادراتو صفر ته رسول دي، دغو بندیزونو د ایران پر اقتصاد ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

که څه هم د دغه تړون نورو لاسلیک کوونکو اروپایي هېوادونو، فرانسې، بریتانیا او جرمني چې هڅه یې کړې دغه تړون وژغوري، پر ایران د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره د مالي چارو یو پیچلی مېکانېزم هم رامنځته کړی، خو ایراني لوری ورڅخه راضي نه‌دی.

جواد ظریف پر ایراني ډیپلوماټانو او د کورنیو پر غړو یې پر سفر د امریکا له لوري لګول شوي محدودیتونه هم غیر انساني وبلل.

دوی یوازې کولای شي چې د څلورو ځایونو ترمنځ سفر وکړي:

  • ملګري ملتونه.
  • د ملګري ملتونو په سازمان کې د ایران نمایندګي.
  • په ملګروملتونو کې د ایران د دایمي استازي هستوګن ځای.
  • او د نیویارک د «جان.اېف. کینډي» هوایي ډګر.

دغه بندیزونه په خپله په جواد ظریف هم لګول شوي دي.

ملګرو ملتونو نیویارک ته د ظریف د سفر په ترڅ کې پر هغه د امریکا له‌خوا د لګول شوېو محدودیتونو په اړه واشنګټن ته خپله اندیښنه ښکاره کړې ده.

ارشیف، د ملګرو ملتونو ویاند فرهان حق، یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, March 19, 2011

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په‌دې سازمان کې د متحدو ایالاتونو او د ایران له دایمي نمایندګو سره په نژدې تماس کې دی او کوربه هېواد متحدوایالاتونو ته یې په‌دې اړه خپلې اندیښنې بیان کړي دي.

رویترز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله وایي چې ویلي یې دي، د متحدو ایالاتونو دغه اقدام بشپړ له ملګرو ملتونو سره د ۱۹۴۷ میلادي کال له موافقې سره سر خوري.