ټرمپ د یو شمېر هېوادونو د مذهبي فشارونو له قربانیانو سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ایران، افغانستان، پاکستان، ترکیې، چین، عراق او برما سربېره د لسو نورو هېوادونو د مذهبي فشارونو له قربانیانو سره وکتل.

دا لیدنه د هغو پروګرامونو برخه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تنظیم کړې.

په‌دې کسانو کې په چین کې د ایغور اقلیت غړی جوهر الهام هم شامل و.

نوموړي ولسمشر ټرمپ ته وویل، پلار یې د هغو ایغورانو په ډله کې دی چې د چین په شینجن ایالت کې په یو کمپ کې ساتل کېږي او له 2017 میلادي کال راهېسې نه‌دی توانیدلی چې له خپل پلار سره اړیکه ونیسي.

د بشري حقونو ډلې وايي، چین شاوخوا یو میلیون ایغور مسلمانان د سخت دریځۍ سره د مبارزې په نوم مرکزونو کې بندیان کړي دي.

د دې کسانو په ډله کې چې له ولسمشر ټرمپ سره یې لیدنه کړې، د برما د روهنګیه مسلمانانو استازي هم شامل و.

په نورو کې د میانمار، ویتنام، شمالي کوریا، ایران، ترکیې، کیوبا، ایریتریا، نایجریا او سوډان عیسویان؛ د افغانستان، سوډان، پاکستان او نیوزیلنډ مسلمانان او د یمن او جرمني یهودان شامل وو.

د عراق د یزدي اقلیت استازو هم په‌دې لیدنه کې ولسمشر ټرمپ سره ولیدل.