د افغانستان په اړه د یو شمېر ورځپاڼو تبصرې

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته پام کړی دی او د دوی له قوله يې ليکلي: دښمن يې د پسونو په څېر وژني.

د دې راپور په سر کې لیکل شوي چې د افغانستان د جګړې نيږدې اتلس کاله کېږي چې د درېیو امریکايي ولسمشرانو د دورو پر مهال میلیاردونه ډالر ورباندې مصرف شوي او ډېرو کورنیو ته زیان اوښتی دی.

خو د نیویارک ټایمز په لیکنه، تر ټولو زیات تلفات په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان ملي پولیسو او افسرانو ته اوښتی چې شاوخوا ۴۵ زره دي.

د نيویارک ټایمز په وینا، ښايي د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ګډون د دې هېواد تر ۳۵ میلیونه زیات نفوس د برخلیک په اړه سلګونو کیلومتره لېرې په دوحه کې پرېکړه وشي.

د نیويارک ټایمز په لیکنه، امريکا او طالبان هڅه کوي چې په قطر کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه یو توافق ته ورسيږي.

په دې مقاله کې له لسو افغان پولیسو او سرتیرو سره خبرې شوي او هغوی ټولو د خپلو همکارانو د وژل کېدو په اړه ویلي دي.

مقالې په بغلان ولایت کې د ملي اردو د پنځه دېرش کلن افسر عبدالبشیر نبرد له قوله لیکلي چې وايي، په جګړه کې یوازې د ده شاوخوا ۳۰۰ همکاران وژل شوي دي.

په کندهار ولایت کې د پولیسو یوه افسر موسی خان نيويارک ټایمز ته ویلي چې دوی مخکې پر پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ډېره اتکا کوله.

دغه افسر په کابل کې له یو شمېر مشرانو ښه زړه نه‌لري او وايي، د افغانستان ملي پولیس تل د جبهې په لومړۍ کرښه جګړه کوي خو تجهیزات يې کافي نه دي او په ټوله کې دښمن دا ځواکونه د پسونو غوندي وژني.

د نیويارک ټایمز په وینا، په‌داسې حال کې چې له طالبانو سره خبرې شوي، د اردو او پولسو سرتیري او افسران له طالبانو د غچ اخېستلو په توګه د خپل زړه درد وايي.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال په افغانستان کې د طالبانو د حملو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي، په دوحه کې د امريکايي او طالب استازو تر منځ خبرو هم په افغانستان کې د طالبانو د حملو مخه نه‌ده نیولې.

مقالې د جولای مياشتې د اوومې نېټې بمي حملې ته کتلي چې په نتيجه کې يې ۱۴ کسان ووژل شول او تر ۱۸۰ ډېر ټپيان شول.

د مقالې لیکوال لیکي چې د خبرو او وژلو دریځ د طالبانو د باور انعکاس دی چې ګواکې دا مذاکرات یوازې د دې لپاره دي چې امریکا په تدريجي ډول له افغانستانه خپل ځواکونه ایستل غواړي.

وال سټريټ ژورنال د طالبانو همدې باور ته په اشاره وايي چې امريکا باید ژر تر ژره له طالبانو سره خبرې لغوه کړي او هغوی ته وښيي چې یوازي له افغانستانه وتل د امريکا هدف نه دی بلکې په‌دې هېواد کې د سولې یو توافق یې هدف دی.

په مقاله کې راغلي، طالبان یوازي یوه استبدادي ډله ده او له همدې دريځه یې په افغانستان کې تر ۲۰۰۱میلادي کال مخکې واکمني کړې ده.

د مقالې په باور طالبان له امریکايانو سره د سولې د تړون تر نوم لاندې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي او په همدې حال کې په هېواد کې دننه او پاکستان کې له خپلو پټنځایو پلانونه جوړوي چې څه ډول ټول افغانستان ونيسي.

د مقاله په پای کې وړاندې راغلي، تر هغه وخته چې امريکا داسې ښکاري چې په بیړه له افغانستانه د وتلو په فکر کې ده، د بریا امکان به ډېر کم وي. نو ځکه د وال سټريټ ژورنال په وینا، امريکا له طالبانو سره د خبرو په لغوه کولو سره پر هغوی فشار راوړي چې له افغان حکومت سره مخامخ د سولې په خاطر خبرې وکړي.