د بشري حقونو کمېسيون رئيس او ٨ کمېشنران بدل شول

د افغانستان جمهوري رياست د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د رئيس او ٨ کمېشنرانو د بدلون خبر ورکړ.

ويل شوي چې د دغه کمېسيون د پخوانۍ رئيسې سيما سمر پر ځاى مېرمن شهرزاد اکبر ټاکل شوې ده.

په نويو کمېشنرانو کې:

  • اسد الله يوسفي.
  • بنفشه يعقوبي.
  • محمد ايوب يوسفزى.
  • سيد احسان خليق.
  • شبنم صالحي.
  • شکرالله مشکور.
  • محمد نعيم نظري.
  • او راضيه صياد شامل دي.

يوې نوې کمېشنرې شبنم صالحي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، دوى به هڅه وکړي ځينې نيمګړتياوې لېرې کړي: "موږ په‌دې باور يو چې دا نوي کمېشنران به وکړاى شي، له پخوانيو کمېشنرانو پاتې اهدافو ته دوام ورکړي او له هغې هاخوا په ځينو نورو برخو کې چې نيمګړتياوې شته، هغوى ته توجه وکړي."

جمهوري رياست د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د وروستيو بدلونونو د اصلي علت په اړه څه نه دي ويلي.