د کونړ د کرنې مسؤلین: د ځينو سیمو د ځنګلونو ګټه د مخالفو وسله والو جېبونو ته ځي

ارشیف، د کونړ د یوې ځنګل لرونکې سیمې انځور

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي مني چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په ګډون نورو مخالفو ډلو د دې ولایت یو شمېر ځنګلونه ولکه کړي او د لرګیو له قاچاق کوونکو د ټکس په اخیستلو خپلې مالي اړتیاوې پوره کوي.

د افغانستان ختیځ کونړ چې د ځنګولونو له اړخه غني ولایت یادېږي، د لرګیو قاچاق او د ځنګلونو وهل په کې نوې خبره نه ده، خو اوس دغو ځنګلونو ته د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په ګډون د نورو مخالفینو لاسرسی هغه څه دي چې اندېښنې يې راپورته کړي دي.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د دې ولایت په چپې درې، څوکۍ، نرنګ، غازي اباد او د ناړۍ ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې وسله وال مخالفین په کې واکمن دي، ځنګلونه قطع کېږي او ګټه يې د همدغو وسله والو جېبونو ته ځي.

د کونړ یوه سیمه

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: دقیق موږ نه شو ویلای چې کومه وسله واله ډله له دې باج اخلي، خو څومره د دولت مخالف وسله وال چې دغلته مېشت دي، که داعش دي یا طالبان او یا هم نورې ډلې، خو په یو شمېر سیمو کې له همدغو ځنګلونو خپل مالي تمویل کوي.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د کونړ استازی نعمت الله کاریاب اندېښنه لري او وايي چې که په دې ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونه نیول شي، نو جګړه په کې پراخېدای شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د مالوماتو له مخې وسله وال مخالفین د لرګیو له قاچاق کوونکو څخه د ټکس په نوم پیسې اخلي او له همدې لارې خپلې مالي اړتیاوې پوره کوي.

ده وویل: دا مسئله ډېره د اندېښنې وړ ده، ځکه جګړه په پیسو کېږي او چرته چې جرمي اقتصاد موجود وي، هلته خامخا د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېږي، د دغو وسله والو ډلو لپاره د نورو امکاناتو ترڅنګ دا هم سیمه ییز امکانات او سرچینې دي چې دوی ترې ښه مالي ګټه اخیستلای شي.

دی وايي، د کونړ په جګړو کې تر ډېره د لرګیو قاچاق کوونکي لاس لري.

د کونړ د پولیسو مشر محمد یوسف هم یو شمېر رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کې تر ترورېزم وروسته لویه ستونزه د لرګیو قاچاق دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د فارن پالېسۍ مجلې هم د افغانستان د ځنګلونو په ځانګړي ډول د کونړ په اړه مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې د دې ولایت هغه ځنګلونه چې پخوا د طالبانو په کنټرول کې وو، اوس د داعش یا اسلامي دولت ډلې لپاره د لرګیو د صنعت له لارې د عاید یوه ښه سرچینه ده.

مقالې د څوکۍ ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو له قوله چې د لرګیو قاچاق کوونکي دي، لیکلي دي چې پخوا به یې طالبانو ته پیسې ورکولې، خو اوس يې پيسې داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې ته ځي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د فارن پالېسۍ مجلې دغه راپور رد کړی دی.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، د کونړ په ولایت کې په ځنګلونو د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې واک درلودل او قطع کول نه مني.

ده وویل: له شک پرته یو شمېر هغه سیمې چې هلته وسله وال مخالفین که هغه طالب وي یا دعش، حاکم وي، نو په دغو سیمو کې خلکو ته تهدیدونه هم متوجې وي او عامه شتمنۍ هم له خطر سره مخ وي، خو په دقیقه توګه کوم څه چې فارن پالېسۍ مجلې د کونړ په اړه ویلي، هلته داسې کومه مکمله ساحه چې داعش ډله په کې له ځنګلونو ګټه پورته کړي، داسې څه نه دي رامنځته شوي.

د افغانستان د زراعت وزارت د کونړ په یو شمېر سیمو کې چې وسله وال مخالفین په کې واک لري، د ځنګلونو قطع کول نه ردوي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دغه ولایت اوس مهال ۳۱۲ زره هکټاره ځنګلونه لري او دوی هڅه کوي چې د سیمې د خلکو په مرسته دغو ځنګلونو ته نوره پراختیا هم ورکړي.