روغتیا وزارت: په میدان وردګ کې له ۴۰ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تأیید کړه چې په میدان وردګ ولایت کې له څلوېښتو زیات روغتیایي مرکزونه د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وویل: په خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې طالبانو پرېکړه کړې چې په میدان وردګ ولایت کې د چک، نرخ او سیداباد په ګډون په څو ولسوالیو کې شااوخوا ۴۲ روغتیایي مرکزونه وتړي، دا ټول یې د هغې حملې په اعتراض کې تړلي چې د حکومتي ځواکونو له خوا د تنګي سیدان پر يوه روغتیایي کلنیک شوې او په نتیجه کې یې څو روغتیایي کارکوونکي شهیدان شوي وو.

له دې مخکې په افغانستان کې د سویډن کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکتر خالد فهیم ویلي وو چې د دې ولایت له نهو ولسوالیو څخه په شپږو کې روغتیایي مرکزونه تړل شوي چې په زرګونو اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د میدان وردګ د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد نادر نادري ازادي راډیو ته وویل چې د ده په شمول ټولو ډاکترانو ته د طالبانو له خوا ګواښونه شوي چې دندې پرېږدي او روغتونونه وتړي.

د میدان وردګ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حکمت دراني ازادي راډیو ته تأیید کړه چې طالبانو ډاکتران ګواښلي، خو ټینګار یې وکړ چې دا ستونزه به ژر حل او روغتیايي مرکزونه به بیا پرانیستل شي.