چارواکي: د میدان وردګو ۶ زره اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي

ارشیف، د ارزګان روغتون

په افغانستان کې د سویډن کمېټې مسؤلین وايي، د میدان وردګو ولایت له ۹ ولسوالیو په شپږو هغو کې ۴۲کلینیکونه د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.

د دغه کميتې پروګرامونو مسوول ډاکټر خالد فهیم وايي، له دې امله د میدان وردګو ولایت شپږ زره اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په وردګو کې د ۴۲ صحي مرکزونو تړل کېدل تأیید کړي.

له دې مخکې د میدان وردګ د مرکزي روغتون مشر ویلي چې د دغه ولایت مرکزي روغتون او ۴۴ کلینکونه د طالبانو د ګواښ په خاطر روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

ډاکټر محمد نادر نادري ازادي راډیو ته وویل چې د ده په شمول ټولو ډاکټرانو ته د طالبانو له‌خوا ګواښونه شوي چې دندې پریږدي او روغتونونه وتړي.

د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت دُراني ازادي راډیو ته تأیید کړه چې طالبانو ډاکټران ګواښلي خو ټینګار یې وکړ چې دا ستونزه به ژر حل او روغتیايي مرکزونه به بیا پرانېستل شي.

هغه وویل، طالبانو د افغان پوځیانو د هغو عملیاتو په غبرګون دا کار کړی چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې یې څو ورځې مخکې تر درملنې لاندې وسله‌وال طالبان هدف ګرځولي و.

په دې برید کې ملکیانو ته د تلفاتو د اوښتو راپور هم ورکړل شوی و.

له دې ټولو سره سره د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزوی ازادي راډیو ته وویل چې د کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو راپورونه ناسم دي او ټول روغتیايي مرکزونه د مراجعینو پر مخ پرانیستي دي او ښايي ځینې قراردادیان تهدید شوي وي.