د میدان وردګ روغتیايي مرکزونه د ناروغانو په مخ تړل شوي

د میدان وردګ ولایت روغتیايي مرکزونه د ناروغانو په مخ تړل شوي دي.

د دغه ولایت د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد نادر نادري ازادي راډیو ته وویل چې د ده په شمول ټولو ډاکترانو ته د طالبانو له خوا ګواښونه شوي چې دندې پریږدي او روغتونونه وتړي.

دی وايي: "کارکوونکي ټول ویریدلي تر موږ پورې. ټولو ته ګواښ شوی. اوس وتلي. ولسوالیو کې هم تقریباً ۴۴ کلینیکونه ټول تړل شوي دي."

د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت دُراني ازادي راډیو ته تأیید کړه چې طالبانو ډاکټران ګواښلي خو ټینګار یې وکړ چې دا ستونزه به ژر حل او روغتیايي مرکزونه به بیا پرانېستل شي.

هغه وویل، طالبانو د افغان پوځیانو د هغو عملیاتو په غبرګون دا کار کړی چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې یې څو ورځې مخکې تر درملنې لاندې وسله‌وال طالبان هدف ګرځولي و.

په‌دې برید کې ملکیانو ته د تلفاتو د اوښتو راپور هم ورکړل شوی و.

له دې ټولو سره سره د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریف‌زوی ازادي راډیو ته وویل چې د کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو راپورونه ناسم دي او ټول روغتیايي مرکزونه د مراجعینو پر مخ پرانېستي دي او ښايي ځینې قراردادیان تهدید شوي وي.