ټرمپ وايي، د ایران سره د ترینګلتیا د پای ته رسېدو لپاره ډېر پرمختګ شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران سره د ترینګلتیا د پای ته رسېدو لپاره ډېر پرمختګ شوی دی. دا په‌داسې حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ لاهم د یو بل په وړاندې د سختې ژبې کارول دوام لري.

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ د کابینې غونډې ته د ایران په اړه وویل«وبه ګورو څه کېږي، خو ډېر پرمختګ شوی دی.» له دې خبرو څخه د ټرمپ اشاره د واشنګټن هغو هڅو ته وه چې غواړي ایران د خپلو توغندیو د پروګرام په اړه مذاکراتو ته حاضر کړي.

ولسمشر ټرمپ په‌دې څرګندونو کې د خپل بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خبرې غبرګې کړې چې کابینې ته یې وویل، ایران پر دې مسئله د خبرو اترو لپاره د چمتوالي نښې نښانې ښودلي دي.

پامپیو وویل، ایراني رژیم نه پوهېږي چې له خپل اقتصاد سره څه وکړي، ځکه د پامپیو په وینا په‌دې برخه کې د امریکا اقدامات په ویرونکې توګه مؤثر وو.

د پامپیو په وینا تازه ایراني چارواکو د خپلو توغندیو د پروګرام په اړه د لومړي ځل لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی.

پامپیو زیاته کړې که موږ د خپلې ستراتیژۍ عملي کولو ته په سمه توګه دوام ورکړو، نو دا فرصت به ولرو چې له ایران سره په یو داسې جوړجاړي خبرې وکړو، څو دا هېواد په حقیقت کې د اټمي وسلې له تر لاسه کولو منعه کړي.

داسې ښکاریده چې مایک پامپیو د یو امریکايي ټلوېزیوني شبکې سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ تبصرې ته اشاره کوله.

محمد جواد ظریف چې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک کې و، د «اېن.بي.سي» نیوز ټلوېزیون ته وویل، ایران به یوازې هغه مهال د خپلو توغندیو پر پروګرام خبرې وکړي کله چې امریکا سعودي عربستان او متحد عربي اماراتو ته د وسلو ورکول بند کړي. دا دواړه د ایران لوی سیمه‌ییز رقیبان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

خو سره له دې هم په ملګرو ملتونو کې د ایران د ماموریت ویاند علي رضا میریوسفي پر خپل ټویټر لیکلي:"د ایران د توغندیو پروګرام په قطعي توګه په هېڅ ډول شرایطو کې له هېڅ هېواد سره د خبرو اترو مسئله نه‌ده."

نوموړي داسې ښودلې چې ګوندې په‌دې برخه کې د جواد ظریف څرګندونې ناسمې تعبیر شوي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې امریکا متحده ایالات تېرکال د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵میلادي کال له اټمي موافقې ووتل او پر دې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول.

دې بندیزونو د ایران اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.

ټرمپ او نور امریکايي چارواکي وايي، د ایران له‌خوا د بالسټیک توغندیو د ازموینو دوام د دې اټمي تړون له روحیې سرغړاوی دی او ادعا کوي چې دا ټکنالوژي د اټمي وسلو د جوړولو لپاره هم کارول کیدای شي، خو ایران وايي، د توغندیو سیسټم یې د دفاعي اهدافو او اټمي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې غونډې ته وویل:"موږ غواړو له دوی «ایران» سره مرسته وکړو، ورسره به ښه اوسو، کار به ورسره وکړو، خو دوی اټمي وسله نه‌شي لرلی."

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې امریکا په ایران کې د رژیم د بدلون هڅه هم نه‌کوي.

د ولسمشر ټرمپ په وینا ایران همدارنګه نه‌شي کولی چې د لېرې واټن ویشتونکي توغندي و ازمويي.

ایران په وروستیو کې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون د ځینو سرغړاویو اعلان کړی او ویلي یې دي که اروپايي هېوادونه پر ایران د امریکا د بندیزونو د اغېز په کمولو کې مرسته ونه‌کړي دوی به د دې تړون ځینې نورې برخې وځنډوي.