اسناد: ۳ افغان ماشومان په عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت کې ایسار دي

ترلاسه شوي اسناد

درې افغان ماشومان له درې کلونو راهیسې په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سفارت به څلور دیوالونو کې را ایسار دي.

درې ماشومان چې د افغان سوداګر رحمان نظر اولادونه دي، له درې کلونو راپه‌دېخوا په عربي اماراتو کې د افغانستان په سفارت کې ساتل کېږي.

د هغه اسنادو له مخې چې ازادي راډيو ترلاسه کړي، د ۱۵کلن ابراهیم، ۱۳ کلنې صاحبې او ۱۰ کلنې مدینې ازبکستانۍ مور او افغان پلار د درې کاله مخکې د کورني تاوتریخوالي له امله له یو بله جلا شول او اولادونه يې بې سرپرسته پاتې شول.

ترلاسه شوي اسناد

په اسنادو کې د ښاغلي نظر له قوله ویل شوي چې مېرمن يې له نورو نارینه‌وو سره نامشروع اړیکې درلودې ان تردې چې په غیرقانوني ډول یې د نصرالدین رشیدوف په نوم له یو ازبکستاني سړي سره واده هم کړې نو ځکه یې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ.

ازادي راډیو وغوښتل څو په‌دې اړه له نوموړي سره هم خبرې وکړي، خو ښاغلی نظر چې له افغانستان بهر اوسېږي د ټیلیفون له لارې خبرو کولو ته حاضر نه‌شو.

په عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت فرهنګي اتشه صدیق امرخېل د سې شنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه هېواد محکمه او پولیس د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب ضمانت نه ورکوي، نو دوی یاد درې ماشومان په سفارت کې ساتلي دي.

دی وايي: "د اماراتو حکومت ته افغان سفارت وویل چې دوی یا پولیس دې د دې ماشومانو د ژوند د خوندیتوب او یا هم د ښوونځي تګ د یو لاسلیک شوي لیک لارې ضمانت وکړي، ځکه دغه ماشومان که سفارت نه اېستل کېږي ورته زیان ونه رسېږي، خو دغه ضمانت له بده مرغه د اماراتو د حکومت له لوري ورنه کړل شو."

ښاغلی امرخېل وایي، په‌دغه موده کې افغان سفارت په اماراتو کې د بشري حقونو له یو شمېر دفترونو او د ماشومانو د روزنې له بنسټونو سره هم خبرې وکړي چې دغو ماشومانو ته د ژوند اساسي حقونه ورکړل شي، خو همکاري نه‌ده شوې.

د دغو درې افغان ماشومانو پلار ادعا کوي چې۴۲ کلنې ازبکستانۍ مېرمن یې موخایو رمضانوا په وار ـ وار له ده ماشومان تښتولي او په مقابل کې یې په سلګونو زره ډالر ترې اخیستې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه مني او وایي چې افغان سفارت اړ دی، د افغان ماشومانو ابراهیم، صاحبې او مدینې د ژوند د خوندیتوب لپاره دوی هلته وساتي.

ترلاسه شوي اسناد

د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي وایي، ډېر ژر به دا ستونزه حل او د یادو ماشومانو برخلیک معلوم شي:"کوم اختلاف چې د دغو ماشومانو د مور او پلار تر منځ راغلی، دوی غوښتل ځان وژنه وکړي، نو سفارت هم تر هغه چې د دوی د مور او پلار ترمنځ ستونزه حلېږي ورته پناه ورکړې، انشاالله په‌دې برخه کې به اقدام کېږي او یوه حل‌لاره به ورته پیدا شي او د ماشومانو په رضایت به له سفارت نه واېستل شي."

یو شمېر افغان حقوق پوهان بیا وایي چې مدني حقونه او کورني مسایل باید د اتباعو په خپل هېواد کې فیصله شي.

له دې ډلې ودیر صافی وایي، په اماراتو کې د افغان سفارت چارواکي باید دا مسئله د اماراتو حکومت سره ژر تر ژره حل کړي او په افغانستان دننه دې په دې اړه محکمه داېره شي.

رحمان نظر هم په یو غوښتن‌لیک چې ازادي راډیو تر لاسه کړی د افغانستان له اجرائیه رئیس څخه غوښتي چې دغه مسئله دې د افغانستان په سترې محکمه کې وڅېړل شي.