پاکستان بالاخره خپل هوايي حریم د ټولو ملکي پروازونو پر مخ پرانیست

پاکستان له اوږده ځنډ وروسته تېره شپه خپل هوايي حریم د ټولو بهرنیو پروازونو پر مخ پرانېسته.

د افغانستان د هوايي چلند او ملکي اداره هیله لري چې د ملکي پروازونو په وړاندې د پاکستان د هوايي حریم په پرانېستو سره به افغانستان ته په هرو ۲۴ ساعتونو کې په اوسط ډول یو لک او پنځه اویا زره ډالره اقتصادي ګټه ورسیږي.

د دې ادارې ویاند قاسم رحیمي نن ازادي راډيو ته وویل، له پنځه میاشتني ځنډ وروسته به د کابل- ډیلي او کابل- ممبي، پروازونه د پخوا په شان په عادي ډول د هېواد د ختیځ هوايي دهلیز له لارې ترسره کېږې.

دی وايي: "تېره شپه پاکستان د «NOTAM» په خپرېدو سره د ټولو بهرنیو هوايي پروازونو پر مخ خپل هوايي حریم پرانېست، اوس افغانستان کولای شي هندوستان په ځانګړي ډول ډیلي او ممبي ته د ختیځ هوايي دهلیز له لارې تنظیم کړي او موږ هیله لرو چې دا محدودیت په بشپړ ډول ختم شوی وي او موږ له دغه لارې په دوامدار ډول ګټه واخلو."

پاکستان نږدې پنځه میاشتې وړاندې له هندوستان تر یوې شخړې وروسته خپل هوايي حریم د ټولو بهرنیو ملکي او پوځي پروازونو پر مخ بند کړ.

افغانستان چې د همدغه هوايي حریم له لارې يې هندوستان ته پروازونه کول له تړلو سره يې د افغانستان پر فضا هم بهرني پروازونه بند شول چې له امله يې دې هېواد ګڼ مالي زیانونه ولیدل.

د هوايي چلند د ادارې د معلوماتو له مخې د دغه هوايي حریم د بندېدو له امله افغانستان نږدې ۲۷ میلیونه ډالره اقتصادي زیان لیدلی دی.

د دې ادارې ویاند ښاغلي رحیمي هیله وښوده چې د دې حریم په پرانېستو سره به یو وار بیا د سیمې او د منځنۍ اسیا هېوادونه د هوايي پروازونو په هدف د افغانستان له هوايي حریمه ګټه واخلي.

دی وايي چې په اوسط ډول د افغانستان له هوايي حریمه په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۵۰ نیولې تر ۳۰۰ عبوري پروازونه ترسره کېږي چې د هر پرواز پر سر افغانستان ته تر ۷۰۰ ډالرو ټکس ورکول کېږي.

د دې لارې له تړل کېدو وروسته که څه هم افغان هوايي شرکتونو د پاکستان پر ځای د ایران د فضا له لارې هند ته پروازونه کول خو نسبت پاکستان ته د زیاتې فاصلې او وخت له امله یې د ټکټونوپه بیو کې هم لوړوالی راغی.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د پاکستان د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي چې په دې سره به د افغانستان صادرات د هوايي دهلیزونو له لارې ژر او په کم لګښت هندوستان ته ورسېږي.

د دې وزارت د عامه اړیکو مسؤل جواد دبیر ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د دغه لارې د پرانېستو هرکلی کوي، له نېکه‌مرغه د ۱۳۵ ورځني بندیز وروسته دا هوايي حریم یو وار بیا د پروازونو پرمخ خلاص کړای شو او په‌دې سره د افغانستان صادراتي توکي په کم لګښت او کم وخت کې ټاکل شویو ځایونو په ځانګړي ډول هندوستان ته چې د افغانستان د صادراتو د پلور لوی مارکیټ دی رسیږي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو افغان پوه سیف‌الدین سیحون وايي، افغان حکومت باید په راتلونکي کې د دغه ډول ستونزو د مخنیوي په هدف له یاد هېواد سره د ډیپلوماټیکو چینلونو څخه په استفادې خبرې وکړي، څو د دغه ډول ستونزو د پېښېدو په صورت کې افغانستان ته اقتصادي زیان ونه رسېږي.