د ایران قضائیه قوه: ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه نیول شوې

ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه

د ایران قضائیه قوې نن د جولای شپاړسمه تأیید کړه چې ایراني الاصله فرانسوۍ، فریبا عدلخواه نیول شوې ده.

د فرانسې ولسمشر، فرانسوا مکرون پرون وویل چې دا مسئله یې له تهران سره مطرح کړې اود فریبا عدلخواه د نیول کېدو په اړه يې توضیحات غوښتي دي.

فریبا عدلخواه په پاریس کې د سیاسي مطالعاتو د انسټېټیوټ زده‌کوونکې وه او تحقیق یې کاوه.

داسې ګڼل کېږي چې هغه د ایران د اسلامي انقلاب پاسدارانو د جاسوسۍ په شک نیولې ده.

د ایران د قضائیه قوې ویاند، غلام حسین اسماعیلي نن خبریالانو ته وویل چې فریبا عدلخواه په وروستیو کې نیول شوې خو د مسئلې حالت داسې دی چې د نورو معلوماتو ورکول مناسب نه ګڼي.

د فرانسې ولسمشر په بلګراد کې په یوه خبري غونډه کې د فریبا عدلخواه د نیول کېدو خبر د اندېښنې وړ بللی و.