د پاکستان هوایي قلمرو د ټولو ملکي الوتنو پرمخ بېرته پرانېستل شوی

ارشیف

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې تأیید کړه چې پاکستان خپل هوايي حریم له افغانستانه د ټولو بهرنیو پروازونو لپاره پرانېستی دی.

د دې ادارې ویاند قاسم رحیمي نن د جولای په ۱۶مه، ازادي راډیو ته وویل، له کله راهیسې چې پاکستان خپله فضا د افغانستان پروازونو ته تړلې وه، د افغانستان حکومت ته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسېدلی دی.

د پاکستان حکومت د فبروري میاشت کې خپل هوایي قلمرو له هند سره د نږدې پوځي کړکېچ د پېښېدو له وېرې بند کړ.

د پاکستان حکومت وروسته خپل هوايي حریم د ډېرو نړیوالو پروزاونو لپاره پرانېست، خو له افغانستانه د هند پر لور پر پروازونو ممانعت و.

د پاکستان د هوايي چلند ادارې پرون په یوه یاد داشت کې اعلان وکړ چې هوايي حریم یې ټولو ملکي پروازونو ته پرانېستی دی.