ملګرو ملتونو امریکا ته د جواد ظریف د سفر په محدودیت اندېښنه ښودلې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

ملګرو ملتونو نیویارک ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د سفر په ترڅ کې پر هغه د امریکا له خوا د لګولو شویو محدودیتونو په اړه واشنګټن ته خپله اندېښنه ښکاره کړې ده.

ظریف د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا په غونډه کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ نیویارک ته رسېدلی دی.

ظریف ته یوازې اجازه ورکړل شوې چې د ملګرو ملتونو د مقر، په دې سازمان کې د ایران د نمایندګۍ، د ایران د سفیر د استوګنځای او د نیویارک د جان اف کینیدي د هوایي ډګر ترمنځ تګ راتګ وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق پرون خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې سازمان کې د متحدو ایالتونو او ایران له دایمي نماینده‌ګیو سره په نږدې تماس کې دی او د ملګرو ملتونو کوربه هېواد متحدو ایالتونو ته په دې اړه خپلې اندېښنې بیان کړي دي.

د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي براین هوک وویل چې د امریکا د حکومت هېڅ چارواکی به له له ظریف سره ونه ګوري.

هغه امریکایي فاکس نیوز ټلویزیون ته پرون وویل چې په اوس وخت کې د متحدو ایالتونو او د ایران د رژیم د هېڅ یوه چارواکي ترمنځ فرعي اړیکه نشته او زیاته یې کړه چې هر هغه څه چې باید ویل شوي وای، ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر هغه په ښکاره بیان کړي دي.