د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون لا هم امنیت یوه لویه ننګونه ګڼي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د بودجې له ترلاسه کېدو وروسته پر وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته لا ژمن شوي، خو امنیت لا هم یوه لویه ننګونه ګڼي.

د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې له امنیتي سکټور سره یې د انتخاباتو د امنیت په اړه اونیزې غونډې پیل کړي دي.

دې وویل: په مجموع کې د امنیت ستونزه ده، موږ په دې اړه وخت په وخت له امنیتي کمېسیون سره ناستې لرو، موږ یوه وسله واله اداره نه یوو، حکومت د قانون له مخې مکلفیت لري چې د ښو ټاکنو امنیت تامین کړي، همدا اوس عملاً یوه امنیتي کمېټه په کمېسیون کې له زموږ سره کار کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د امنیتي سکټور په غونډه کې ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو سره په همغږۍ یې د انتخاباتو او د کاندیدانو د خوندیتوب لپاره منظم پلانونه جوړ کړي دي.

دا څرګندوني داسې مهال کېږي چې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدان د درغلیو ترڅنګ امنیت یوه لویه ننګونه بولي چې د انتخاباتو شفافیت اغېزمنولی شي.

ټاکل شوې چې د میزان یا تلي په ۶مه نېټه د ولسمشرۍ انتخابات وشي.