عبدالله عبدالله: د تېرو ولسشریزو انتخاباتو د تجربو تکرار به یوه فاجعه وي

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

په افغانستان کې به د ۲۰۱۴ کال د ولسشریزو انتخاباتو د تجربو تکرار یوه جبران نه منونکې فاجعه وي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ترخو تجربو له تکراره اندېښمن دی.

ښاغلي عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ښځو د ګډون په اړه خبرې کولې، ویې ویل چې د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو د اشتباه ګانو تکرار به فاجعه رامنځته کړي.

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د رأیو پاڼو یو انځور

ده وویل: د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو انتخاباتو د تکرار بڼه به یوه فاجعه وي چې د جبرانولو توان يې د افغانستان خلک نه لري، دا چې چا قرباني ورکړه او چا ورنه کړه او خلک یې په هره بڼه تعریف او تفسیروي، دا به پرېږدو چې خلک پرې قضاوت وکړي.

اجرائیه رئیس چې دی هم د ولسمشریزو انتخاباتو له اتلسو کاندیدانو دی، د ډموکراتیکو پروسو پر وړاندې د طالبانو نه لېوالتیا ته اشاره کوي او وايي چې د برخلیک ټاکلو لپاره پرته له انتخاباتو بله لار نه شته.

دی په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو پر ګډون ټینګار کوي او وايي، که خلک په راتلونکو انتخاباتو کې ډېر ګډون وکړي، هغو ډلو ته به چې پر انتخاباتو باور نه لري، کومه لاره پاتې نه شي.

په پام کې ده چې ولسمشریز انتخابات د میزان په ۶مه ترسره شي.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې په دغو انتخاباتو کې د درغلیو پر تکرار اندېښنه ښيي چې انتخاباتي کمېسیونونو او ولسمشر په راتلونکو انتخاباتو کې د شفافیت خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیر مایدون چې په دغه ناسته کې حاضر و، ويې ویل چې خلک او په تېره ښځې باید په راتلونکو انتخاباتو کې پراخه ونډه واخلي.

ارشیف، د انتخاباتو د یوه ښځينه مرکز انځور

دی وایي: د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې مو ولیدل چي د ښځو ګډون په کې کمرنګه و، خو اوس چې پرمختګونه لیدل کېږي، دا دي چې ښځې په انتخاباتي ټکټونو کې برخه لري او د رأیو وروکوونکو په توګه به یې ګډون هیله بخښونکی وي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په یوې خبري ناسته کې وویل، دولت هڅه کوي چې حکومتي چارواکي او بنسټونه په راتلونکو انتخاباتو کې مداخله ونه کړي.

ده په دې اړه د ولسمشر څو فرمانونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د سولې د پروسې ترڅنګ، انتخابات د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.