اروپایي اتحادیه د ایران او امریکا د کړکېچ پر کمولو غور کوي

د امریکا او ایران ګډ بیرغونه

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران پر هغو لارو چارو غور کوي چې هدف یې د ایران او د امریکا د متحدو ایالاتونو ترمنځ د کړکېچ کمول دي.

د بهرنیو چارو وزیران دغه راز هڅه کوي تهران قانع کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون ژمنو ته متعهد پاتې شي.

د بهرنیو چارو وزیران به نن په بروکسل کې په غونډه کې د اروپایي اتحادیې له هغه مېکانېزم څخه د ملاتړ د زیاتولو هڅه هم وکړي چې له مخې یې له تهران سره سوداګرۍ ته پرته له دې چې د امریکا د بندیزونو تر احتمالي اغېز لاندې راشي، دوام ورکول کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جُرمي هانټ وویل، تراوسه د دې فرصت شته چې دغه تاریخي تړون وژغورل شي.

تردې غونډې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و چې هېواد یې خبرو ته تیار دی که واشنګټن پرې اقتصادي بندیزونه لېرې کړي.

روحاني پرون په يوه ټلوېزيوني وينا کې وویل، که د ټرمپ اداره خپل بنديزونه او بدماشي بنده کړي، تهران ورسره خبرو ته تيار دى.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل، دا د ايران د ولسمشر هماغه وړاندیز چې مخکې یې جان کري او بارک اوباما ته کړى و.

د امريکا متحد ايالاتونه د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون څخه تېرکال تر وتلو وروسته پر ايران بېرته بنديزونه لګولي دي.