د روغتیا وزارت: لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز

د عامې روغتیا وزیر وايي چې له زیات کار او هڅو سره سره لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

فیرزوالدین فیروز نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وویل چې د سکټوري وزارتونو په هڅه د خوارځواکۍ اندازه له ۶۰ فیصدو ۳۶ سلنې ته راښکته شوې ده.

ده وویل: په افغانستان کې موږ ۶۰ سلنه دغه ستونزه درلوده چې دا يوه خاموشه غميزه ده، د هڅو په نتيجه کې د سختې خوارځواکۍ دغه فيصدي له شپېتو ۳۶ فیصدو ته راکښته شوې، دا د درک وړ مسئله ده، خو دغه ۳۶ فیصده خوارځواکي لوړ رقم دی.

په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین سید اقا حسین سانچارکي له رسنيو وغوښتل چې د خوارځواکۍ او بېوزلۍ پرضد د مبارزې لپاره په عامه پوهاوي کې همکاري وکړي.