مسؤلین: د کندز په امام صاحب کې د وسله والو پرضد عملیات روان دي

د کندز ښار یو انځور

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پرضد تصفیوي عملیات روان دي.

د کندز امنیه قوماندان ډګروال منظور ستانکزی وايي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ښاغلي ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، په دې عملیاتو کې یو شمېر کلي له وسله والو طالبانو تصفیه شوي او زیاتوي چې د سیمې په امنیت کې اوس د پام وړ بدلون راغلی دی.

ده وویل: هغه لوی تشویش چې ولس او خلکو درلود، هغه رفع شوی دی، تاسو راسره یۍ او وضعیت ګورئ چې تراوسه مو هېڅ منفي عکس العمل نه دی لیدلی، خو موږ بیاهم مخکې روان یوو او خپل پلان پړاو په پړاو تطبیقوو.

د کندز امنیه قوماندان ډګروال ستانکزي وویل، په امام صاحب ولسوالۍ کې په روانو عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله وال مخالفین وژل شوي، خو ده یې شمېر ونه ښود.