د بشري حقونو د څار ادارې يا هیومن رايټس واچ له حکومته غوښتنه وکړه چې په ميدان وردګ کې د تېرې اوونۍ حمله ژر تر ژره وڅېړي.
دغې ادارې د افغانستان کومانډو ځواکونه په هغه حمله کې د څلورو ملکيانو په وژنې تورن کړل.
دغه حمله د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ په شپه کې په دايميرداد ولسوالۍ کې پر يوه کلنيک شوې وه.
د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، په هغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته هم زيان اوښتى و.
ده وویل: په هغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ځيني کسان، وسايط او مهمات هم له منځه وړل شوي وو، د پېښې په تړاو ځيني تورن کسان نيول شوي وو چې د پېښې جزيات به ورڅخه پوښتل کېږي، د ولايتي ادارې له خوا يو هيئت هم ټاکل شوى چې دغه هيئت به چې کوم معلومات راټولوي، پرېکړې به يې وروسته له رسنيو سره شريکې کړو.
د ښاغلي شريفزي په وینا، تر دې مخکې طالب جنګيالیو له ملکيانو د سپر په توګه استفاده کړې او د دې روغتون له شااوخوا څخه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې وې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما ويلي، د روان ميلادي کال له پیله په هېواد کې ۷۷ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، ټپیان شوي او یا برمته شوي، حال دا چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دغه شمېر ٧٦ و.