غزني: په یوه ډله‌ییز واده کې په لومړي ځل د ښار فقیرانو هم مېلمستیا وخوړه

دا عکس په غزني کې د ډله‌ییز واده دی، عکس په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تأثیر اخېستی دی.

د پنجشنبې په ورځ په غزني کې د څلوېښت تنه هغه پېغلو او ځوانانو ډله‌ییز واده ترسره شو چې د ولور دروند پېټۍ یې نه‌شوی پورته کولای.

د دغه واده ولورونه او مصارف ټول د ښار د سوداګرو له لوري ورکول شوي وو چې مرایم یې د صدیق اکبر په نوم د یوې خیریه ټولنې له لوري پر مخ بیول کیدل.

د واده مېملستیا ته پنځوس تنه د ښار هغه غریب، بېچاره او فقیر خلک هم وربلل شوي وو چې مخکې چا په ودونو کې نه پرېښودل،

د ازادي رآډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر یې په اړه راپور راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو یې یې اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

واده