ایران د بریتانیا وروستۍ ادعا رد کړه

ایران د بریتانیا هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې وو، درې ایراني کښتیو په هُرمز تنګي کې د تیلو د یوې بریتانوۍ کښتۍ د مسیر د بدلولو هڅه وکړه چې د دې هېواد یوې جنګي بیړۍ یې مخه ونیوله.

د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دغه ادعا بې ځایه بللې او هدف یې کړکېچ ته لمن وهل بللي دي.

د بریتانیا حکومت نن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې درې ایرانۍ بېړۍ په هُرمز تنګي کې بریتانوۍ هریتیج کښتۍ ته نژدې شوې او د هغې د مسیر د بدلولو هڅه یې وکړه.

د بیان له مخې په سیمه کې بریتانوۍ HMS مونتروس جنګي بیړۍ د د دغې کشتۍ او ایراني کشتیو په منځ کې ځان واچاوه او ایراني لوري ته یې شفاهي خبرداری ورکړ چې په نتیجه کې یې هغوی لیرې شول.

بریتانیا پر دغه اقدام اندیښنه څرګنده کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې په سیمه کې کړکیچ کم کړي.

تر دې مخکې تهران بریتانیا ته خبرادری ورکړی و چې په جبل الطارق کې د هغه هېواد د شاهي سمندري ځواک له خوا د تیلو د یوې ایرانۍ کشتۍ نیول کیدل به بې ځوابه پرې نه‌ږدي.

ورته خبرداری نن د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک مشر ادمیرال علي فدوي بیا ورکړ او ویې ویل چې بریتانیا او متحده ایالات به د ایران د تیلو په نیول شوې کشتۍ پښیمانه شي او د دوی په وړاندې به غچ اخېستونکی اقدام اعلان کړي.