د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سروردانش د اندېښنو په ښودلو سره وايي، که په پوهنتونونو کې افراطي کړنې روانې وي، هېواد به د بحران خوا ته لاړ شي.
نوموړی پهدې باور دی چې که افراطي فعالیتونه د تحصیل ځای ونیسي، هېواد به پر منحرفې لارې روان شي.
ده چې د کابل پوهنتون په علمي ناسته کې خبرې کولې له استادانو یې وغوښتل چې د تروریستي فعالیتونو پر وړاندې ودریږي: "په پوهنتون کې که د علم او څېړنې ځای سیاسي جهتونه او افراطي او تُندلاري ایډيالوژي ونیسي، هېواد به مو ځل بیا د انحراف او بحران خوا ته راکښل شي. موږ یوځل بیا له استادانو او علماوو غواړو چې په منطق او دلیل سره د افراطي جریانونو پر وړاندې ودریږي."
دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل پوهنتون درې استادان له دوو محصلانو سره له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
دغه ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د کابل پوهنتون درې استادان، ظاهر داعي، معروف راسخ او مبشر مسلمیار، داعش ډلې ته د ځوانانو د جلب و جذب په تور نیول شوي دي.
کوم تصویرې کسټ چې د ملي امنیت ریاست رسنیو ته لېږلې ښيې چې دوه نیول شوي محصلان اعتراف کوي چې د یادو درې استادانو لهخوا د داعش ډلې ته جلب و جذب شوي دي.
په ورته وخت کې د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي د دغو درې استادانو له نیولو انکار کوي او یوازې د دوو قضیو یادونه کوي.
دی وايي، نیول شوي کسان چې یو متقاعد استاد او بل د جومات امام دی.
ښاغلی فاروقي پهدې باور دی چې د کابل پوهنتون استادان په تروریستي کړنو کې لاس نهلري:"یو استاد چې تر پوښتنې لاندې و، د کابل پوهنتون متقاعد استاد دی او دوهم استاد چې د مراجعو لهخوا تر پوښتنې لاندې دی، د کابل له پوهنتونه بهر په یوه جومات کې پر امامت بوخت دی. زموږ باور دا دی چې زموږ استادان په کابل پوهنتون کې دغو ناوړه اعمالو ته لاس نه ور وړي."
دی د امینت له ریاسته غواړي چې د عامو خلکو او محصلانو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره دې پهدې اړه معلومات وړاندې کړي.
بلخوا د دغه وزارت ویاند فیصل امین وايي، دوه استادان چې دوه یې برحاله وو، د ملي امینت د ریاست لهخوا له تروریستي ډلې سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي:" ظاهر داعي، مبشر مسلیمار او معروف راسخ د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي پورې اړه لري، موږ تأییدوو چې په توقیف کې دي او تورن دي، ظاهر داعي تقاعد کړی. دوه نور استادان مو برحاله دي چې اوسمهال تورن دي او د څلورم استاد هویت لا موږ ته څرګند نهدی."
ده وویل، راسخ او مسلمیار تېر کال هم د ملي امنیت د ریاست لهخوا نیول شوي وو او پوښتنې ترې شوې وې.
د داعش له ډلې سره د همکارۍ په تور د کابل پوهنتون د درې استادانو او دوو محصلانو نیول کېدو، محصلانو او د دوی کورنیو ته اندیښنې پیدا کړي دي.