د ځغاستې د نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد د اتلولۍ هیله لاهم ژوندۍ ده

د ځغاستې نابینا افغان لوبغاړی ولي محمد

ولي محمد نوري د ځغاستې هغه افغان لوبغاړی دی چې په هلمند کې په يوه بمي چاودنه کې یې خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړي او نړۍ یې ورته د تل لپاره تیاره کړه، خو د اتلولۍ هیله یې لا هم ژوندۍ ده.

خو دغې پېښې هغه ناهیلی نه‌کړ، بلکې د هغه په وجود کې یې د مبارزې او اتل کېدو يوه نوې ساه پوه کړه.

نابینا نوري په زړه کې د ځغاستې د اتل کېدو هیله لري او وايي:"ورزش زما مینه ده، ورزش زما د ژوند يوه مهمه برخه ده، ورزش ماته خوشحالي راکوي، زه غواړم له دې لارې افغانستان ته زیاتې اتلولۍ راوړم."

ښاغلي نوري د ځغاستې په برخه کې تردې مهاله پنځه مډالونه ګټلي دي چې وروستۍ هغه یې د لندن میټرو سیالۍ وې چې ده په‌کې د سرو زرو مډال په‌خپل نوم کړ.

ارشیف، په کندز کې د منډو سیالۍ

هغه اوس‌مهال په انګلستان کې د خپلې مېرمنې، درېیو اولادونو او ورور سره يو ځای ژوند کوي.

کوچنی ورور یې د ورځني ژوند او چارو کیسه کوي:"کله چې دې سترګې له لاسه ورکړې، دی ناامېده نه‌شو، دلته یې ځغاستې ته دوام ورکړ او د شپږو میاشتو په موده کې یې پنځه مډالونه وګټل، دی خپلې زیاترې ستونزې په ټیلیفون هواروي او خپلو اولادونو ته هم پام کوي."

ولي محمد نوري وايي، له ټپي کېدو وروسته یې هیله لرله چې د سترګو دید به یې بېرته راشي، خو داسې ونه‌شول.

دی زیاتوي چې له نابینا کېدو وروسته دا انګېزه ورته پیدا شوه چې دی کولای شي د ځغاستې يو تکړه لوبغاړی و اوسي:"هغه مهال چې زه روغ وم، زه د سوک وهنې پیاوړی لوبغاړی وم، ښې سیالۍ مې په کابل کې کولې، کله چې ټپي شوم نو سوک‌وهنې ته مې دوام نه‌شوای ورکولای، تر هغې وروسته مې ځغاستې ته مخه کړه."

ولي محمد نوري د کابل ولایت د باګرامیو ولسوالۍ په حسین خیلو کلي کې زېږیدلی، هغه تر ۱۲م ټولګي پورې زده‌کړې کړي، هغه په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د دندې پرمهال په یوه بمي چاودنه کې ټپي شو او خپلې دواړه سترګې یې له لاسه ورکړې.

دی اوسمهال په انګلستان کې د «انوکټس» يا نه ماتېدونکي په نوم سیالیو ته چمتووالی نیسي او هیله لري چې په ۴۲ کیلومټره سیالۍ کې اتلولي خپله کړي.