بریتانیا: ایراني کښتیو زموږ د تیلو د بېړۍ د مسیر بدلولو هڅه وکړه

بریتانوۍ «HMS» مونتروس جنګي بېړۍ

د بریتانیا حکومت تأیید کړه چې درې ایراني کښتیو په هُرمز تنګي کې د تیلو د یوې بریتانوۍ کښتۍ د مسیر د بدلولو هڅه وکړه چې د دې هېواد یوې جنګي بېړۍ یې مخه ونیوله.

تردې مخکې تهران بریتانیا ته خبرادری ورکړی و چې په جبل الطارق کې د هغه هېواد د شاهي سمندري ځواک له‌خوا د تیلو د یوې ایرانۍ کښتۍ نیول کېدل به بې ځوابه پرې نه‌ږدي.

د بریتانیا حکومت نن د پنجشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې درې ایرانۍ بیړۍ په هُرمز تنګي کې بریتانوۍ هریتیج کښتۍ ته نژدې شوې او د هغې د مسیرد بدلولو هڅه یې وکړه.

د بیان له مخې په سیمه کې بریتانوۍ «HMS» مونتروس جنګي بېړۍ د د دغې کښتۍ او ایراني کښتیو په منځ کې ځان واچاوه او ایراني لوري ته یې شفاهي خبرداری ورکړچې په نتیجه کې یې هغوی لېرې شول.

بریتانیا پردغه اقدام اندیښنه څرګنده کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې په سیمه کې کړکېچ کم کړي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ردکړې چې ګنې د بریتانوۍ تیل وړونکې کښتۍ د درولو هڅه یې کړې ده.