پر نړیوال خیریه بنسټونو د ارزګان بې ځایو کورنیو د مرستې غږ کړی

ارزګان کې بې ځایه شوي کورنۍ وايي، نړیوال خیریه بنسټونه دې ورسره مرسته وکړي.

دغه کورنۍ چې د جګړو له کبله بې ځايه شوي ازادي راډيو ته وویل چې روانې جګړې ترې هرڅه اخیستي او دوی تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.

دا په‌داسې حال کې ده چې نن د پنجشنبې په ورځ په‌دغه ولایت کې د سرې میاشتې خیریه ټولنې د ۱۰۰ بې ځايه شویو کورنیو سره مرستې وکړې.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ارزګان