د غزني چاودنې د زده کوونکي حمیدالله کوژدنه د پلار پر کور پاتې شوه

زده کوونکی حمیدالله

په دوحه کې د سولې د بین الافغاني کانفرانس پریکړه لیک، پر اساس چې د نورو ترڅنګ، د هېواد په ټولو سیمو کې د عامه ګټو بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونه او کارځایونو د امنیت تضمین، په ځانګړي توکه د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته درناوی، هم په نظر کې نیول شوي دی.

دا هغه لیسه ده چې د یکشبې په ورځ یې لسګونه ماشومانو په بمی چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې وه، عکس تاثیر اخیستی دی.

خو د تېرې یکشنبې په ورځ په غزني کې بیا هم د یوه ښوونځي ترڅنګ بمي برید ۱۹۱ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې ډېری قربایان یې د دغه ښوونځي زده‌کوونکي ماشومان وو.

د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تأثیر یې په اړه راپور برابر کړی دی چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

غزني