ابزرور: قطر کې بین‌الافغاني غونډې افغانستان سولې ته نژدې کړی

د قطر غونډه

د سیمې او نړۍ ځینو ورځپاڼو د افغانستان د سولې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

  • ابزرور

د ګاونډي پاکستان ابزرور ورځپاڼې لیکلي، په قطر کې بین‌الافغاني غونډې افغانستان سولې ته نژدې کړی دی.

د دې ورځپاڼې د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، دواړو خواوو وویل چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره هڅې ډېروي.

خو د دې لیکنې لیکوال په غزني او کابل کې د طالبانو وروستیو حملو ته اشاره کړې چې انتقادونه یې پارولي دي.

ملګرو ملتونو د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې تل له ښکېلو خواوو غوښتي چې تشدد لږ کړي او پر ملکیانو حملې ونه کوي.

امریکايي چارواکو هیله څرګنده کړې چې د سېپټمبر د میاشتې تر لومړۍ پورې به له طالبانو سره د سولې موافقه وشي.

خو د هیلو په څنګ کې داسې اندېښنې هم شته چې هسې نه د بیان د ازادۍ او د ښځو د حقونو په شان د تېرو څه کم دوو لسیزو بریاوې د سولې د معاملې قرباني شي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د افغانستان په اړه یوه اوږده لیکنه خپره کړې.

«ما ته ووایه چې څنګه پای ته رسېږي: پوځي مشوره، ستراتیژیک هدفونه او په افغانستان کې همېشنۍ جګړه» د دې لیکنې عنوان دی.

لیکوال وايي، په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې له یوه کوچني ماموریت څخه د امریکا هڅې د دولت جوړولو ته پراخې شوې، خو د لیکوال په نظر په‌دې هېواد کې د تاریخي حقیقتونو او پوځي کمپاین د پایلو په اړه بحث ونه شو.

د دې لیکنې په دوام کې لولو، امریکا په افغانستان کې نژدې ۸۰۰ میلیارد ډالره لګولي او ۲۴۰۰ سرتېري یې وژل شوي، خو د واشنګټن تر ټولو ښه لاسته راوړنه یوازې ولاړ حالت دی.

د دې لیکنې لیکوال ځینې وړاندیزونه هم کړي؛ مثلاً وايي، پکار ده چې پوځي او ملکي مشران د پوځي هلوځلو د هدفونو په اړه تفاهم وکړي.