دفاع وزارت: غزني کې داعش ډله په ګروپي بڼه حضور نه‌لري

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په غزني کې د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، په غزني کې داعش یا د اسلامي دولت ډله په ګروپي بڼه حضور نه‌لري.

اسدالله خالد چې پرون یې غزني ته د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه سفر کړی و، خبریالاتو ته وویل:"په غزني کې داعش ګروپي فعاليت، داسې فعاليت چې دوى دلته مرکزونه جوړ کړي، نه لري. تروريستي فعاليت د افغانستان په هره ګوښه او حتى په ځينو هېوادونو کې لري."

داعش ډله چې تر ډېره په عراق او سوريه کې په تروريستي فعاليتونو تورنه ده، په افغانستان کې يې هم د تحرکاتو راپور ورکړل شوى دى.

د دفاع سرپرست وزير دوى به هره هغه ډله چې د دولت پر خلاف سر پورته کوي، وځپي.

له ښاغلي خالد سره په دې سفر کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکلاس کې او د کورنیو چارو وزارت امنيتي معین خوشال سعادت هم ملګري وو.