د کرکټ په افغان لوبغاړي افتاب عالم يو کلن بنديز ولګېد

د افغانستان کرکټ بورډ وایي د کرکټ ملي لوبغاړی افتاب عالم‌يې د یو کال لپاره له هر ډول لوبو بند کړی دی.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افتاب عالم د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام د سیالیو پر مهال د کرکټ له قانونه سرغړونه کړې او ډسپلین‌یې نه‌دی مراعت کړی.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې همدا شان د یو کال لپاره له افتاب عالم سره د کرکټ بورډ قراداد هم ځنډول شوی دی.

د کرکټ په دې افغان لوبغاړي تور دی چې د کرکټ په نړیوال جام کې یې د کرکټ د ډسپیلن له قوانینو سرغړونه کړې له همدې امله د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د نړیوال جام له وروستیو درېیو سیالیو هم وویستل شو.

د کرکټ بورډ اعلامیه وایي چې د دوی د څېړنو په پایله کې ښاغلی عالم مجرم ثابت شوی ځکه له یاد بندیز سره مخ شو.

خو افتاب عالم ویلي دي چې د ده په اړه شوې پرېکړه د شخصي عقدې له مخې شوې ده او ده ته د منلو وړ نه‌ده.

نوموړي ګواښ کړی که لګول شوي تورونه پرې ثابت شول اماده دی چې د ټول عمر لپاره له کرکټ سره مخه ښه وکړي.