د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره د ایران په اړه غونډه جوړوي

د ایران ملي بیرغ

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره د «جولای پر لسمه» نن د ایران په اړه یوه بیړنۍ غونډه جوړوي.

د نړیوالې اټمۍ انرژۍ د ادارې د ۳۵ غړو هېوادونو د غونډې غوښتنه امریکا کړې ده.

په پام کې ده دا بیړنۍ غونډه په ویانا کې وشي.

تردې څو ورځې دمخه تهران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې څخه د دوهم ځل سرغړونې اعلان وکړ.

ایران وايې چې دوی په لوی لاس د دې موافقې مواد مات کړي او دا کار یې له دغه تړونه د امریکا د وتلو او پر ایران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د تازه بندیزونو په ځواب کې ترسره کړی دی.

ایران اوس مهال تر هغې اندازې ډېر یورانیم بډایه کوي چې مخکې موافقه ورباندي شوې وه.

تهران وایي، غواړي د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون لاسلیک کوونکي اروپایي هېوادونه وهڅوي چې د ایران د اقتصاد سره چې د بندیزونو له کبله کمزوری شوی، مرسته وکړي، که نه نو دا تړون به چې د څو کلونو خبرو په نتیجه کې ترلاسه شوی له‌منځه ولاړ شي، خو د امریکا متحده ایالات بیا پر خپلو اروپایي متحدانو ټینګار کوي چې پر ایران فشارونه سخت کړي.

جرمني، فرانسه، بریتانیا او اروپایي ټولنې د جولای په ۹مه د ایران له‌خوا د یورانیمو د بډاینې پر چارو ژوره اندیښنه وښوده. دوی پر تهران غږ وکړ چې له ځنډ پرته له دې کاره لاس واخلي.