اېنډپنډنټ: ولې افغان حکومت د سولې په خبرو کې برخه نه‌لري؟

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په قطر کې د بین‌الافغاني ډیالوګ کنفرانس په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي چې د طالب استازو او مخکښو افغانانو تر منځ خبرې مهمې خو مبهمې وې.

د غونډې ټولو ګډون‌والو توافق کړی چې تل‌پاتې سوله به یوازې هغه وخت ممکنه وي چې د ټولو افغانانو تر منځ مذاکرات وشي که څه هم طالبان اوس هم له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو ډډه کوي.

د مقالې په وینا، که څه هم د دې غونډې یو شمېر ګډون‌وال راتلونکي ته هیله مند دي، خو نورو ویلي چې سخت دريځو د وروستیو دوو حملو په اړه هېڅ پښيماني نه‌ده ښودلې چې سلګونو کوچنيان هم په‌کې ټپیان شول.

واشنګټن پوسټ د یوه حکومتي چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، له قوله لیکلي چې وايي، په‌دې غونډه کې د طالبانو له خبرو داسې څرګنده شوه چې دوی هېڅ تغیير نه‌دی کړی که څه هم دوی ادعا کوي چې دوی پخوا غوندې نه‌دي.

دې چارواکي ورځپاڼې ته ويلي چې طالبانو په ډېر وياړ ویل چې امريکا ته یې ماتې ورکړې ده، خو د ده په وینا دا ډېره مهمه وه چې طالبان له افغانانو سره وويني او پوه شي چې افغانستان څومره تغیير کړی دی.

  • اېنډپنډنټ

د اېنډپنډنټ فارسي ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان یې دی: د طالبانو او سولې په اړه د بنيادي پوښتنو وخت کله را رسېږي؟

د ورځپاڼې په وینا، د سولې په اړه جدي پوښتنې شته چې تر اوسه يې ځينې نه‌دي ځواب شوي.

ورځپاڼې د بیلګې په توګه پوښتنه کړې ده چې ولې افغان حکومت د سولې په خبرو کې برخه نه‌لري؟

کله چې د سولې توافق تر لاسه شي، د افغانستان سیاسي وضعیت د طالبانو په ګټه تغییر کوي او که طالبان د اوسني سیاسي وضعیت برخه ګرځي؟

د ورځپاڼې په وینا بله پوښتنه دا ده چې د عدالت او ازادۍ راتلونکی به څه وي؟

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل چې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو پر مهال يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو، د ترورېزم پر ضد د مبارزې تضمین، اوربند او د افغانانو تر منځ د خبرو پر موضوعاتو یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

انډېپنډنټ ورځپاڼې لیکلي چې هڅې باید وشي چې د درواغو او سوئتفاهم پر بنسټ سوله ونشي.

د لیکوال په باور، د سولې په برخه کې بیړه او هيجان به په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې په برخه کې تضمين نه‌وي.

په مقاله کې ټينګار شوی چې ښاغلی خلیل‌زاد او د افغانستان د سولې نړيوال شریکان دې د افغانستان د سولې او جګړې د راتلونکي په اړه بنيادي پوښتنو ته ځواب ووايي.