افغان حکومت: د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ په شوېو پرمختګونو خبر یو

د قطر ناسته

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ په دوحه کې له طالب استازو سره د خپلې اووم پړاو خبرې د پرمختګ له یو لړ نښو نښانو سره راټولي کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، یوه ورځ وروسته له هغې چې په دوحه کې د طالبانو په شمول بین‌الافغاني خبرې پای ته ورسېدې، زلمي خلیل‌زاد د سې شنبې په سهار دغلته له طالب استازو سره په لنډه توګه ولیدل.

دې خبري اژانس د یو لوړپوړي چارواکي له خولې چې د خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ د شویو خبرو په جریان کې دی ویلي، د خبرو اترو دا اووم پړاو پای ته رسېدلی او زلمی خلیل‌زاد به اوس خپلو مشرانو ته معلومات ورکوي او هغوی به په‌دې اړه یو اعلان کوي.

رویټرز د چارواکو له خولې وايي، امریکا او طالبان یو داسې جوړجاړي ته نژدې شوي دي چې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او طالبانو له‌خوا پر دې ژمنه چې افغانستان به بیا نړیوالو ترهګرو ته ځای نه ورکوي، متمرکز وي.

تېره اوونۍ زلمي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر ولیکل چې له طالبانو سره اووم پړاو خبرې یې چې د جون له ۲۸مې نېټې راپیل شوې وې، تر ټولو ګټورې خبرې وې.

د نوموړي په وینا په‌دې خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو په وتلو، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ډاډ، د ښکېلو افغان لورو ترمنځ د مخامخ خبرو او اوربند په شمول په ټولو برخو کې پرمختګ شوی دی.

د سې شنبې په ورځ زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره د وروستي پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته پر خپل ټویټر ویلي:"نن سهار مې د طالبانو سره غونډه درلوده. اوس چین ته روان یم او بیا به د افغان سولې بهیر د راپور ورکولو او مشورې لپاره واشنګټن ته ستنېږم." نوموړې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو اترو په اووم پړاو کې د دې لپاره چې دواړه لوري له خپل مشرتابه سره سلا مشوره وکړي، وقفه راغلې او ژر به بېرته پیل شي.

تر اوسه دا چې په مشخصه توګه طالبان او د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ امریکايي پلاوي خپلو کې په څه سلا شوي، جزئیات نه‌دي په ډاګه شوي، خو رویټرز خبري اژانس په کابل د لویدیځو ډیپلوماټانو له قوله چې په‌دې خبرو خبر دي، وايي، تمه لري چې د خلیل‌زاد له‌خوا د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به د امریکا حکومت یو اعلان وکړي.

اخوا په کابل کې افغان حکومت وايي، په دوحه کې له شویو ټولو بحثونو څخه خبر دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل:"موږ د دې پروسې په بېلابېلو مرحلو خبر یو، د افغانستان حکومت د دې پروسې له ټولو جزئیاتو او بحثونه په بشپړه توګه معلومات لري او په‌کې دخیل دی او د دې پروسې یوه مهمه برخه د افغانستان حکومت دی."

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل، زموږ هیله دا ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې یوه ابتدايي هوکړه‌لیک لاسلیک شي.

د صدیقي په وینا، دا د سولې د پروسې لومړنۍ برخه ده چې راتلونکو خبرو او مذاکراتو به لاره هواره کړي. هغه د سولې د پروسې د دویمې مرحلې په اړه وویل:"دوهمه مرحله یوه سرتاسري او ملي پروسه ده او د افغانستان حکومت به د یوې دایمي سولې د ټینګولو لپاره له خپلو نړیوالو متحدانو او شریکانو لکه متحده ایالاتو سره کار ته دوام ورکړي. دا مهال موږ تر راتلونکو دوو میاشتو هیله‌مند یو چې یو ابتدايي هوکړه‌لیک چې په بېلابېلو مسئلو، په ځانګړي توګه اوربند او د دوی «طالبانو» له‌خوا د تاوتریخوالي په کمولو په متمرکز وي، لاسلیک شي."

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول رد کړي دي، خو په وروستیو کې په دوحه کې د یو شمېر حکومتي چارواکو په شمول شاوخوا ۶۰ افغان سیاستوالو له طالب استازو سره دوه ورځنۍ غونډه وکړه.

د غونډې په پای کې دواړو خواوو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په‌کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پر دوام ټینګار شوی او همدارنګه د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې په ټولو سیمو کې د عام المنفعه بنسټونو امنیت دې تضمین کړي او په ځانګړي توګه دې د تعلیمي بنسټونو او ادارو حریم ته درناوی وکړي.

همدارنګه د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته پر ژمنتیا او ملکي تلفاتو د صفر کچې ته په راښکته کولو هم ټینګار شوی دی.

د دوحې د بین الافغاني غونډې په پریکړه‌لیک کې پر نورو مواردو سربېره دا یادونه هم شوې چې د جګړې ښکېل اړخونه دې د ګواښونو، انتقامي تهدیدونو او جګړه‌ییزو ادبیاتو په ځای په خپلو رسمي بیانونو کې له نرمې ژبې کار واخلي.

خو په دوحه کې د سولې په برخه کې شوي پرمختګونه تر اوسه په افغانستان کې دننه د جګړې په ډګر محسوس نه‌دي.

د سې شنبې په ورځ هم د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د ښکېلو لورو ترمنځ د تودو جګړو، نښتو او بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.