خلیل‌زاد: چین کې ایران او پاکستان هم هڅوو څو افغانستان کې د سولې ملاتړ وکړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي چې نن سهار یې له طالبانو سره خبرې وکړې او اوس چین ته په لاره دی.

ښاغلي خلیل‌زاد په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې له هغه ځایه بېرته واشنګټن ته ستنېږي او د افغان سولې د پروسې په اړه به رپوټ ورکړي او سلا او مشوره وکړي.

ښاغلي خلیلزاد وړمه ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې هم چین ته د تلو ویلي وو: "څو ورځې وروسته په چین کې سره کینو. د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډي هيوادونه«استازي یې» هم راځي چې په‌دې غونډه کې به هغوی هم وهڅوو چې په افغانستان کې د سولې ملاتړوکړي."

ښاغلي خلیل‌زاد په قطر کې د طالبانو له استازیو سره د دې اووم پړاو خبرو د نتیجې په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي، خو په پلازمېنه دوحه کې تر دوه ورځنیو بین الافغاني خبرو مخکې د دې ډېره هیله کیده چې د دواړو لورو ترمنځ به د سولې یوه موافقه وشي.

طالبانو ویلي وو چې اتیا سلنه کار بشپړ شوی او د اختلاف وړ کومه مسئله نه‌ده پاتې، بلکې ځینې موضوعات زیات بحث ته اړتیا لري.

تر دې مخکې ښاغلي خلیل‌زاد بین‌الافغاني خبرې چې تېره شپه ناوخته د یوه ګډ پریکړه‌لیک په صاردېدو سره پای ته ورسېدې، د سولې لپاره ګټورې بللې وې.

هغه په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې دغه خبرې اترې د افغانانو د څلوېښت کلنې جګړې او ناوړه کړاونو د پای ته رسولو لپاره د لا پرمختګ هیله وربخښي.

قطر او جرمني چې په ګډه یې دغه خبرې تنظیم کړې وې هم د افغانستان د سولې دغه خبرې بریالې وبللې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په کړکېچونو کې د منځګړیتوب د چارو لپاره ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني نن په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې له دې ډېر خوښ دي چې د سولې لپاره په لومړي ګام کې یې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزل په یوه ټویټري پیغام کې هیله ښودلې چې دغه خبرې به په افغانستان کې د پراخې سولې لپاره لاره هواره کړي.

د افغانستان حکومت او یو شمېر نورو لورو هم په قطر کې د سولې خبرې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو د هڅو لپاره ګټورې بللې دي.