ارګ: قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازیو خبرې مثبت لوري ته روان دي

قطر کې طالب استازي

د افغانستان حکومت وايي، په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ روان مذاکرات، مثبت لوري ته روان دي.

د قطر په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د سولې د مذاکراتو اووم دور، له دوه ورځني ځنډ وروسته د سې شنبې په ورځ له سره پیل شو.

افغان حکومت وايي، پر دغو خبرو خبر دی او جدي څارنه یې کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې هیله وښوده چې دواړه لوري د سېپټمبر له لومړۍ نېټې نه مخکې، ابتدايي هوکړه وکړي چې د ده په خبره په نتیجه کې به یې اوربند او د تاوتریخوالي کمولو ته زمینه برابره شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

دی وايي: "پرته له شکه د افغانستان حکومت د دې خبرو له ټولو جزئیاتو خبر دی زموږ په باور دغه خبرې مثبت لوري ته روانې دي. هیله‌مند یو، زموږ او نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو په نتیجه کې پرمختګونه تر لاسه کړو چې جګړه ختمه شي."

ښاغلي صدیقي وویل، د سېپټمبر له لومړۍ نېټې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې پیل شي او حکومت تمه لري چې د سولې اړوند روانې خبرې مثبته نتیجه ورکړي.

د ولسمشر ویاند په قطر کې وروستۍ بین‌الافعاني ناستې ته هم اشاره وکړه او نتایج یې مثبته وارزوله.

ښاغلي صدیقي د دغه ناستې له ګډون‌والو مننه وکړه چې د ده په خبره یو لړ مهم موارد یې لکه د تل پاتې سولې ټینګښت، د تاوتریخوالي د کمولو، د ټولنیز او سیاسي عدالت او د بشري حقونو د تأمینولو موضوعات، له طالبانو سره مطرح کړل.

قطر کې د خبرو ابتدايي هوکړې په پایله کې به اوربند او د تاوتریخوالي کمولو ته زمینه برابره شي.

بل‌خوا د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له دوه ورځني ځنډ وروسته چې د بین‌الافغاني ناستې په خاطر رامنځته شوی و، د امریکايي چارواکو او طالبان استازو ترمنځ د خبرو نهمه ورځ پیل شوه، خو څرګنده نه‌ده چې دغه خبرې به څومره نور دوام کوي؟

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په ټویټرپاڼه کې لیکلي چې نن سهار یې له طالبانو سره لیده کاته درلودل، اوس چین ته روان دی او بیا به واشنګټن ته لاړ شي، د افغانستان د سولې په اړه به راپور ورکړي او مشورې به ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ډلې یو پخوانی چارواکی سید اکبراغا وايي، دواړه لوري په مهمو مواردو کې هوکړې ته رسېدلي دي:"طالبانو منلې چې بین‌الافغانې ناستې ته حاضر دي، زما په نظر د اوربند د موضوع په اړه به له خلکو سره له مشورو ورسته تصمیم ونیسي. کوم مسایل چې امریکا پورې اړه لري، دوه موضوعګانې دي، یوه دا چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخېستل کېږي چې طالبان ورته اماده دي او بله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع ده چې پای ته رسیدلی او یوازې د نیټې ټاکل يې پاتې دي."

بل‌خوا د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي وايي، د سولې پروسه پیچلې شوې ځکه په خبره یې په قطر کې روان مذاکرات د امریکا او طالبانو په ګټه دي او د حکومت له غبرګون سره به مخ شي.