تدامیچي یاماموتو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

دامیچي یاماموتو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې پروسې پر ګډون په یو لړ مساېلو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تدامیچي یاماموتو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په‌دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په خبرو کې د افغانستان د سولې او بیارغونې په پروسه کې پر خپل همکارۍ ټینګار کړی او کاږي:"پاکستان د ګډ مسؤلیت. پراخ زړه او ښه نیت له مخې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کړې ده او په‌دې لړ کې به خپل رول لوبول جاري ساتي. د افغانستان د راتلونکي ټاکل یوازې د افغانانو خپل مسؤلیت دی، نو له دې امله پاکستان د نتیجه ورکوونکو بین الافغاني خبروپر ترسره کېدو ټینګار کوي."

قریشي له تدامیچي سره په خبرو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپل رول پر ترسره کولو سربېره د افغانستان په ثبات او بیارغونې په هڅو کې خپله ژمنتیا هم ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په داسې وخت کې د اسلام اباد سفر کړی او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي چې په تېره ورځ په قطر کې د افغان طالبانو او ځینو افغان سیاسیونو ترمنځ مخامخ خبرې اترې وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې وايي چې د تدامیچي د افغانستان د سولې په پروسه او د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ په هڅو کې د پاکستان مرستې هڅې ستایلي دي.