امریکا: د یورانیمو په اړه د ایران پرېکړه د ورانکارۍ یوه برخه ده

د ایران او امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس ویلي چې د یورانیمو د بډاینې په اړه د ایران پرېکړه د دغه هېواد د ورانکارو فعالیتونو یوه برخه ده.

ښاغلي پنس پرون دوشنبه په واشنګټن کې د اسرائیل لپاره د مسیحیانو د یووالي کنفرانس ته وویل چې متحده ایالتونه به هېڅ کله ایران ته اجازه ور نه کړي چې اټمي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس تر خبرو مخکې د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي اعلان وکړ چې هېواد یې د دوشنبې په سهار د یورانیمو د بډاینې کچه له څلور نیمو اړولې ده.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په اساس دغه هېواد اجازه نه لري چې یورانیم له درې اعشاریه اوه شپېتو زیات بډایه کړي.

بډایه یورانیم د اټمي بمونو په جوړولو کې کارول کېږي.

ایران که څه هم ویلي چې د اټمي تړون محدودیت ته نور پام نه ساتي، خو مخکې یې ویلي وو چې د دوی اټمي پروګرام سوله ییز اهداف تعقیبوي.