امریکایي او طالب استازي په قطر کې خپل مذاکرات له سره پیلوي

د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

د امریکا او طالب مرکچیان به نن سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه خپلې خبرې له سره پیل کړي.

د دوی خبرې د دوحې د بین الافغاني ناستې په خاطر ځنډېدلې وې.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې هیله مند دی چې نن په مهمو مسایلو لا زیات پرمختګ وشي.

ده وویل: په هغو مسایلو چې موږ بحث کوو، له ترورېزم سره مبارزه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور راتلونکی، د افغانانو تر منځ خبرې او اوربند دي، موږ په دې ټولو برخو کې پرمختګ کړی، خو ځیني ټکي لا شته او موږ هیله مند یوو.

ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره اووم پړاو خبرې تر ټولو دورو ډېرې ګټورې بللي.

اخوا د افغان حکومت یوه مقام بېګاه د نوم د نه اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې امریکایان له طالبانو سره جوړجاړي ته ډېر نږدې شوي او هم یې له افغان حکومت سره د هغه هوکړه ليک متن شريک کړی چې دوی د طالبانو سره موافقې لپاره تیار کړی.

د دغه مقام په خبره، د موافقې په دې متن کې راغلي چې امريکايي پوځيان به په مرحله وار شکل هغه وخت له افغانستانه وتل پیل کړي چې طالبان افغان حکومت سره خبرو ته راضي شي.