ملي امنیت د کابل پوهنتون یو بل استاد هم له داعش سره په تړاو ونیو

د داعش بیرغ

د افغانستان ملي امنیت د کابل پوهنتون درېیم استاد هم له داعش سره د همکارۍ او سلفیت ته د ځوانانو د جذبولو په تور ونیو.

د ملي امنیت د عمومي ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار او د داعش د ډلې د ځوانانو د جلب و جذب مسؤل د دغه پوهنتون د دوو فارغ‌التحصیلانو سره په‌دې وروستیو کې نیول شوی دی.

په اعلامیه کې د کابل پوهنتون د دوو نورو استادانو مولوي ظاهر داعي او محمد معروف راسخ د نیول کېدو په اړه معلومات وړاندې شوي او ویل شوي چې د درې نویو نیول شویو کسانو د اعتراف پر اساس ښاغلي داعي او راسخ داعش ډلې ته ځوانان جلب و جذبول.

د افغانستان د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي، نوموړو لومړی ځوانان او د پوهنتون محصلان سلفیت او له دې لارې د داعش ترورېستي ډلې ته جذبول، له دغو نیول شویو یو کس چې درې کاله مخکې د دغو استادانو په ذریعه داعش ډلې ته جذب او ننګرهار ولایت ته استول شوی و، څرګندونې را اخیستي چې مبشر مسلمیار، ظاهر داعي، معروف راسخ او ابو عبیدالله متوکل ډېری زده‌کوونکي په دوامداره توګه ننګرهار ولایت ته راغلي او د داعش په ډله کې يې فعالیت کاوه.

د لوړو زده‌کړو وزارت په‌دې اړه نظر نه‌دی څرګند کړی.

د ملي امنیت اعلامیه زیاتوي، دغو دوو نیول شویو ترورېستانو د جنت ګل زامنو احمد طارق او احمد فاروق په شپږمه ناحیه کې د میوند د پهلوانۍ پر کلپ، په شپږمه ناحیه کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د مأمورینو پر موټر او د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر حملو کې لاس درلود.