اروپايي قدرتونو تهران ته ګواښ کړی چې اټمي تړون دې نه‌نقضوي

د اروپايي قدرتونو یو بیرغ

اروپايي قدرتونو تهران ته ګواښ کړی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون دې نه‌نقضوي.

اروپايي قدرتونو وروسته له هغه ایران ته دا ګواښ کړی چې دغه هېواد پرون هم د خپلو غني شويو یورانیمو د اندازې د زیاتېدو اعلان وکړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته وویل، په داسې حال کې چې لندن د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته ژمن دی ایران باید ژر تر ژره ټول هغه فعالیتونه بند کړي چې د ایران د مکلفیتونو سره په ټکر کې دي.

بريتانیا ویلي د دې ستونزې د حل لپاره له نورو قدرتونو په ګډه خپل فعالیتونه سره همغږي کوي.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي پرون په تهران کې خبریالانو ته وویل چې د غني شویو یورانیمو اندازه‌یې له ۳،۶۷ لوړه شوې او نور هم یورانیم بډایه کوي.

هغه وویل، د بډایه شویو یورانیمو ۹۰ فیصده به د ایران د اړتیا په اساس وي.

بډایه شوي یورانیم د اټمي بمونو په جوړولو کې کارول کېږي.

امریکا وايي، هېڅکله به پرېنه‌ږدي چې ایران اټمي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.