هندوستان سبا له نیوزیلنډ سره د کرکټ نيمه پايلوبه لري

ارشیف، ويرات کوهلي او روهیت شرما

د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه سبا د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ کېږي.

هند د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو ٧ ګټلي او د درجه‌بندۍ له مخې د جدول په سر کې دى.

نیوزیلنډ پنځه لوبې ګټلي او د څلورو غوره ټیمونو په کتار کې وروستی ځای لري.

لومړۍ نيمه پايلوبه سبا په مانچستر ښار کې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيلېږي.

راروانه پنجشنبه د کوربه انګلستان او اسټرالیا ټیمونه دوهمه نیمه پایلوبه کوي.

د نيمه پايلوبو ګټونکى ټيم به پايلوبې يا فاينل مسابقې ته لار پيدا کوي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ولز په کوربه‌توب د جون پر ۲۹مه پیل شوی او د جولای په ۱۴مه به ختم شي.

د افغانستان ټیم د ۵۰ اووره مسابقو په دغه جام کې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د شنبې په ورځ هېواد ته ورسېد.