د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى وايي، د سولې په اووم پړاو مذاکرو کې تر اوسه پر څلورو ټکو پرمختګونه شوي دي.
زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره پرون په ځانګړې مرکه کې وويل، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو شرايطو په ټاکلو کې هم پرمختګ شوى: "موږ په ټولو څلورو واړو موضوعګانو ډېر پرمختګ کړی. ډاډ مو ترلاسه کړ چې له خاورې د نړۍ په ضد کار نهاخیستل کېږي. د خبرو په اړه مو موافقه کړه. موافقه مو وکړه چې په یو لنډ وخت کې باید مذاکره وشي. په اوربند کې هم پرمختګ کړی چې څه وخت او همداراز د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه چې په کومو شرایطو کې هغوی «امریکا او ناټو» قواوې کموي او بالاخره وځي."
له طالبانو سره د امریکايي هيئت اووم پړاو خبرې د چنګاښ يا سرطان پر اوومه پيل شوې او شپږ ورځې يې دوام وکړ.
په پام کې ده، د طالبانو او امريکايي هيئت ترمنځ د سولې اووم پړاو مذاکرې سبا سې شنبه بېرته پيل شي.
پرون او نن دا خبرې ځکه ځنډول شوي چې په دوحه کې د قطر او جرمني په کوربهتوب د افغانستان د سولې بينالافغاني کنفرانس چې پرون پيل شوى نن هم دوام کوي.
له افغانستانه دې غونډې ته ورغلي ځیني کسان وايي چې هڅه کوي له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د ژر پیل زمینه برابره کړي.