د نړېوالې شورا درجه بندۍ کې راشد خان له ۳م نه اتم مقام ته ښکته شو

د کرکټ افغان لوبډلې سلو توپ اچوونکی راشد خان

د کرکټ د نړېوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان له درېیم نه اتم مقام ته ښکته شوی دی.

وړاندې د افغان لوبډلې سلو توپ اچوونکی راشد خان د یو ورځينو لوبو په درجه بندۍ کې درېیم مقام درلود، خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ترې دا مقام د اسټرالیا کومېنس ونیو.

د هند تېز توپ اچونکی بومرا بیا په دې درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی.

خو بل افغان لوبغاړي مجیب الرحمن بیا په‌دې درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړی دی.

راشد خان د ۲۰۱۹ میلادی کال نړیوال جام په سیالیو کې څومره چې ترې تمه کېده، ښه ونه شو لوبېدای ان له انګلنډ سره په لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو.

په دغې لوبه کې دده په نهو اورونو کې له ۱۱۰ ډېرې منډې وشوې.

په ټوله کې دغه افغان لوبغاړي د نړیوال جام په نهو سیالیو کې اووه مقابل لوبغاړي اوټ کړل او ۴۱۶ منډې پرې وشوې.

همداشان د الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کې بل افغان لوبغاړی محمد نبي هم له دوهم مقامه درېیم ته ښکته شوی دی.

په‌دې درجه بندۍ کې د محمد نبي ځای د انګلنډ بېن‌سټوک نیولی دی.

د بنګله دېش شکېب الحسن بیا د الراونډرانو په درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.