د امريکا د بهرنيو چارو وزير په قطر کې د بين الافغاني ډيالوګ په نوم د غونډې هرکلى وکړ.
مايک پامپيو نن په ټوېټر کې ليکلي، ښه خبره ده چې د حکومت، مدني ټولنې، ښځو او طالبانو استازي پر يوه مېز سره راټول شوي دي.
ښاغلي پامپيو ليکلي، ټول امريکايان بايد خوشحاله وي چې ګوري افغانان د خپل هېواد د شخړې د حل لپاره له خپلو افغانانو سره کېني.
په دوحه کې د قطر او جرمني په کوربه توب بين الافغاني غونډه نن پيل شوه چې د طالبانو مرکچيان هم په کې شامل دي.
له کابله په دې غونډه کې لسګونو سياستوالو، مدني فعالانو، پخوانیو جهادي څېرو او ښځو ګډون کړی دی.
د قطر او جرمني په کوربه توب دغه خبرې د جرمني د يوه بنسټ له خوا تنظيمې شوې دي.
د امريکا د متحدو ايالتونو او طالبانو استازو ويلي چې په قطر کې يې د سولې اووم پړاو خبرې د بين الافغاني خبرو له کبله ځنډول شوې دي.