نن د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر او جرمني په کوربهتوب د بینالافغاني خبرو لومړنۍ غونډه جوړېږي.
طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د متحدایالاتو د بهرنیوچارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره د خبرو لړۍ وځنډوله، څو د افغان سیاستوالو او چارواکو په ګډون پهدې دوو ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال چې د دې غونډې یو ګډونوال دی ازادي راډیو ته وویل، دی دې خبرو ته ډېر هیله مند دی: "بینالافغاني خبرې چې د حکومت په ګډون به د بېلابېلو اړخونو استازي ګډون پهکې ولري، د امریکا او طالبانو د خبرو نهايي کولو او بینالافغاني مذاکراتو ته امکان برابر کړي."
له دې مخکې ویل شوي چې ټول ګډونوال به په خپلو شخصو ظرفیتونو په غونډه کې ګډون کوي او د هېڅچا استازیتوب به نهکوي.
خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې له افغان سیاستوالو سره د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له خبرو وروسته د سې شنبې په ورځ د جولای په نهمه نېټه به خپلې خبرې بیا پیل کړي. دوی دواړو د روانو خبرو په اړه زیاته خوشبیني څرګنده کړې ده.