د جلال‌اباد د ۵ دروازو د ساتنې لپاره د پولیسو یو کنډک ګومارل شوی

د ننګرهار چارواکي وايي چې د پولیسو یو نوی کنډک د جلال‌اباد ښار د پنځو دروازو د ساتنې لپاره په دنده ګومارل شوی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د والي شاه محمود میاخېل له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د پولیسو دا کنډک د باریکاو، د کامې پله، چپرهار، بهسودو او درونټې په سیمو کې د جلال‌اباد ښار په دروازو کې ځای پرځای شوی او عملاً یې خپل فعالیت پیل کړ.

بیان د ښاغلي میاخېل له قوله زیاتوي چې دا کنډک به ښار ته د مخدروموادو د قاچاق او د تروریستانو د ننوتو مخه نیسي.

د جلال‌اباد د امنیت لپاره د نویو تدابیرو خبر په‌داسې حال کې ورکول کېږي چې د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه راپورونه ورکړل کېږي.